زه د ګـمــان کــــــه د يقين په نظــــاره ولاړ يم
څومره حيران يمـــه زه څومره بيچــاره ولاړ يم
ستا د وجود ستا د آرمــــان ښکلا نيولى يمه
ګنې زه اوس هم د خپل ذات په کناره ولاړ يم
څه دې ستــــا ظرف زمـــا د کرب اندازه ولګئ
څه زه پخپلـــه د خپل ځـــان استعـاره ولاړ يم
د خلکو منځ کې د چـــاودنې د ثواب له فيضه
جنتي شوى يم د عــــرش په منـــاره ولاړ يم
زمــــا د اوښــــکو لاره نه ده په ګريوان يواځې
مياګله ټـول لکه د وينـــــــو فــــواره ولاړ يم
0 comments:
Post a Comment