چاته به نه واېې یو راز د ژوندانه درکوم
سترګې دې نشته خو بیا هم درله رانجه درکوم
شکر وباسه چې دې دشته کې اوبه در رسي
شکر وباسه چې دې وخت کې درله زړه درکوم
په ویښه هره ورځ ته ما په یوه کاڼي ولې
په خوب کې هره شپه زه ګل په دیواله درکوم
ما په پنځه کونجه دنیا کې هم پېدا نکړلې
اوس به ته څه راکوې، زه به درله څه درکوم
باقره ما هم د ژوند نوی سلیکه زده کړی
زهر خواږه درکوم او شهات تراخه درکوم
0 comments:
Post a Comment