Sunday, September 22, 2013

da weer awaz ba da har kor hari qala na na tly



د ویر اواز به د هر کور هرې قلا نه نه تلی

کاش چې دا بعضې بعضې خلق د دنیا نه نه تلی

ښه پوهیدې چې ستا د تلو سره مې ساه هم تلله

جانانه ته خو چې بیخي زما د خوا نه نه تلی

په دې سوچونو د خپل تن غوښه مې اوبایلله

حساس سړی یم وایم هیڅوک دې په ورانا نه تلی

بدن دی روغ شي ګني وي ستا د هر ظلم ثبوت

خان جي که ستا د لاس خاپونه مې د ملا نه نه تلی

د احمد شاه بابا نوسو که اتفاق پیژندی ؟ ؟ ؟

داسې به څوک هم د کابل او د پکتیا نه نه تلی

داسې اسان که وی عثمانه دیدنونه د یار

هوش او خواص په کوه طور به د موسا نه نه تلی

0 comments:

Post a Comment