څو به ګلونه قتلوئ ، څو به ترې ساه وباسئ
د مينې خيال به لۀ زړګي څنګه پۀ غلا وباسئ
تاسو پرې و پايئ خو ژوند درنه بې مينې نۀ شي
زما د تن وينې نچوړ کړئ ، ما نه ساه وباسئ
فرق همدغه دی ، چې دواړه بس د يو کلي يو
زۀ امن غواړمه او تاسو ترې رڼا وباسئ
حجره به ورانه شي ، جومات به هيڅوک نۀ پېژني
کۀ تصور ترې د ماما او د کاکا وباسئ
بيا به ګودر ، بيا به چينار ته څوک څۀ نۀ وايي خو!
بس د دې کلي نه يو خان او بل ملا وباسئ
نوم ورله مۀ ږدئ خېر دی مونږه خلک پېژنو خو
زما د کوره دا شر ورک کړئ دا بلا وباسئ
اتله يار دې انکار وکړي چې دې نۀ پېژنم!
0 comments:
Post a Comment