Friday, September 20, 2013

Zra me khafa dy khushalagi kala

زړه مې خفه دې خوشحاليږي کله
د يار غمونه دي کميږي کله

د زړګي وينه زما وچه شوله
د سترګو اوښکې مې وچيږي کله

وايم مدام چې راسره وې آشنا
بې له آشنا وخت مې تيريږي کله

ګلونه ډير دي په چمن کښې خلقه
ګل مې د يار سره سميږي کله

0 comments:

Post a Comment