چې ې قدرت د کوټې مینځ کښې هم باران کړی دی
ما او هغې داسې جونګړه کښې ګزران کړی دی
ځان مې په خان وژلی ورور مې په ډیران وژلی
په لږه ګټه پسې ما څومره تاوان کړی دی
ډیرو مې زړه وړی دی ډیرو نه مې زړه وړی دی
چا پسې ما او چا په ما پسې ارمان کړی دی
زه هم انسان ته هم انسان او داسې ډیر انسانان
شیطان مو بدي شي خو سوچ مو د شیطان کړی دی
تبســم دلته د ذاتي څیزونو خیال ساتل شي
چې وي قامي هر چا د زړه نه پرې تالان کړی دی
0 comments:
Post a Comment