پانړې شوې مړاوې د ګلونو نه رنګونه لاړل
خزان را خور شولو د څانګو نه ګلونه لاړل
جنګ د بارودو داسې زور شو جذبې پاتې نه شوے
زمونږ کوڅو نه د نظر هغه جنګونه لاړل
غلو مو د غرونو نه نښترې چينارونه يوړل
د چم ګاؤنډ نه د مارغانو اوازونه لاړل
يارانې لاړې تر غرضه پورې پاتې شولې
چې د يو بل نه ځاريدل هغه وختونه لاړل
طيبه خلک د حجرو د ناستې پاتې نه شو
هغه دوستئ او ورورولئ هغه خوندونه لاړل
0 comments:
Post a Comment