کنډؤ ته ګورم نه پاڅيږم بې قرار ناست يم
دا ته چې راغلې زۀ د چا پۀ انتظار ناست يم
دفاصلې غرونه يو رنګ ستاپټولے نه شي
د ګل قيصه کؤم که لرې له بهار ناست يم
ښه ده چې تاته نن د سوي غوښې بوئې درغے
يوې مودې نه زۀ د وخت پۀ سور انګار ناست يم
نه په جمعه نه په زيارت دې دمخ شمعه راوړه
زۀ به ترڅو تا ته پۀ خوا کښې دمزار ناست يم
ساده منګل نه يم چې شمه به اسير د بل چا
ستا د اوربل پۀ اېشمه مست يمه خُمار ناست يم
0 comments:
Post a Comment