Friday, September 27, 2013

Rasha ashna pa judaye ki akhtar khwand na kawi

راشہ اشنا پہ جدایئ کئ اختر خوند نہ کوئ 
بغیر لتا پہ تنھایئ کئ "اختر" خوند نہ کوئ

اے "مسافر" یارانو راشئ چئ مزے تری واخلو 
پہ سعودئ کئ پہ دوبئ کی اختر خوند نہ کوئ

چئ پہ اختر کئ ھم د خپل جانان دیدن اونکڑئ
دہ ھغہ کس پہ زندگئ کئ اختر خوند نہ کوئ 

اخترہ زہ پہ "بختورو" زورہ ورو پسئ 
د بد نصیبو پہ جولئ کئ اختر خوند نہ کوئ 

وئیل یئ "لاسو" لہ بنگڑئ بہ خامخا غواڑمہ 
پہ دمرہ ڈوبہ خاموشئ کئ اختر خوند نہ کوئ

دھقان "پٹئ" تہ د "اختر" پہ ورز ھم اوتلو 
وئ تش د خان پہ سلامئ کئ اختر خوند نہ کوئ 

ثاقبہ مونگ به ده اختر پہ خوگو سہ پوھہ شو 
پہ غریبئ او بئ وسئ کئ اختر خوند نہ کوئ

0 comments:

Post a Comment