زمونږ پۀ کلي کښې تراوسه دا خبره کېږي
چې فېصلې دَ تقديرونو چرته بره کېږي
زۀ دَ دې خلکو سره ډېره ډېره مينه لرم
خو دَ دې خلکو لۀ ذهنونو نه مې ويَره کېږي
مونږ پۀ هغه سپرلي سپرلي جانان شعرونه وايو
چې ئې دَ ګلو بارانونه لۀ نظره کېږي
مُلا ته وايه مونږ دَ ذکر مکر خلک نۀ يو
زمونږ دَ زړونو تسلي خو پۀ سندره کېږي
راځئ چې ټول اولس يو داسې جنګ ته ملا وتړو
چې بې بارودو، بې ټوپکه، بې لښکره کېږي
امجده اوسي په قلاره دَ هنر خاوندان
دَ اور اؤ وينې لوبې تل پۀ بې هنره کېږي
(امجد شهزاد)
0 comments:
Post a Comment