Friday, September 20, 2013

Dasi naaz au adaghani ke pa tli ki




داسې ناز او اداګانې کړي په تلو کښې
لکه زرکه د شوال په سردرو کښې

ستارې ئې داسې ښکاري په کمڅو کښې
لکه اوراورکے پړق وهي تيرو کښې

لا شوې مستې چې دې سترګې کړلې تورې
جوړ شراب دې وو ګډ کړي په رنجو کښې

زۀ د خپل اوچت فطرت له برکته
لکه ګل خندا کوې شم په ازغو کښې

بې له خدايه چې ټيټ شوے نۀ وۀ چا ته
نن مې کېښود هغه سر د چا په خپو کښې

قلندر او د صابر نه به داد اخلم
درده بيا غزل ليکمه په پښتو کښې

0 comments:

Post a Comment