Sunday, September 22, 2013

Pa sa di marawara cherta tali da pukhto

په څه ده مروره، چيرته تلې ده پښتو
دا ولې په دې ښار کې داسې غلې ده پښتو

هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو
موږ څه په نااشنا ډول منلې ده پښتو

له بل سره خو خير، ډېرې بانې ډېر جوابونه
دا ما او تا په څه باندې کږلې ده پښتو

نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چې په کې بند په بند تړلې ده پښتو

اندېش شمس القمر

0 comments:

Post a Comment