Thursday, September 05, 2013

Sta wache shundi da surkhai da zaibaish na bagair



ستا وچې شونډې د سُرخی د زیبائش نه بغیر

مینه مو وکړه د سینګار د آلائش نه بغیر

هغه له مانه د پیسو نه بغیر مینه غواړي
او په کوم ښار کې د بنګلې د رهائش نه بغیر

ما یې هم ډیر تفصیل د حسن راونه سپړلو
او هغې هم خپل کړم د ذات د پیمائش نه بغیر

زما غزل د امریکا د ستائش نه پاک دی
زما غزل د هر طالب د فرمائش نه بغیر

کومه لمحه به دې صابره په کرار تیره شي
کومه شیبه به وي د مرګ د آزمائش نه بغیر

0 comments:

Post a Comment