Thursday, July 23, 2015

pukhtuna laas ki da charchal na ye ta

پښتونه لاس کښې د چرچل نهٔ ئې تهٔ
په تا د کفر څو فتوې راحٔي

چې انګرېزانو سره مل نهٔ ئې تهٔ
تا له ملا د بتکدې راحٔي

توره په لاس کښې د ايمل نهٔ ئې تهٔ
حٔکه مومن د امريکې راحٔي

نعرې په زوره د بيلتون وھي بيا
د فرنګيانو دا قانون وھي بيا

پښتونه تاکښې توريالي غواړمه
اخلو په توره په منت نهٔ اخلو

دخپل وطن پورته سيالي غواړمه
د شرمخانو شريعت نهٔ اخلو

تقسيم صفا د شېخ ملي غواړمه
مغله تاسره جنت نهٔ اخلو

پښتون دې حٔکه اندرون وھي بيا
خاص په صراط به دې زنګون وھي بيا

Wajni me khpal ror

وژنی مې خپل ورور
وژنی مې خپل ورور په ګولو دا د چا لمسون دی ؟ 
بې ګناه مې جوړ په کاله وار په شب خون دی

نوم د آزادۍ چې واخلم بيايې مې زندان لره
مال او ملک ضبطيږی رانه دا په کوم قانون دی ؟

زه ددې دنيا عدل وانصاف ته حيرانيږمه
ورک به سپين ميدان ولې رواحق د پښتون دی ؟

کله مسلمان پر مسلمان بندې تعدا کوی
نن چې داسې کيږې خو د بل په پيوستون دی

خدای د پاره وروڼو تمام قوم سره تړون وکړئ
يويو تالا کيږو دا سبب مو د بيلتون دی

لاړ شه ملنګ جانه پښتونخوا په غرو کښې واژاړه
کار دلس وشل نه دی دا کار دشل مليون دی

Che di zra puri taraly astawar

چې دې زړه پورې تړلے استوار
دا جھان دې د نيکه دے که د پلار

تهٔ خپل پلار و نيکه وګوره چې څه شول
ھسې ستا دے ھم په دوئ پسې رفتار

تل وړمبے د ورستي پل دے پرې تيريږي
کړے نه دے چا په پل باندې قرار

ھسې نه چې زه يوازې تاته وايم
راغله لاړه ستا په طور صد ھزار

دعوې مه کړه په ناحق به ئې خپل نه کړې
پردے ښھر پردے ملک پردے ديار

چې استوګنه په پردي وطن کښې کاندي
ھغه نه لري د ھيڅ واک و اختيار

که ھزار قسمه وخوري په يو کار کښې
نه کا څوک په مسافرو اعتبار

چې سبا شګفته کيږي ماښام رژي
څه اميد دے په ګلونو د ګلذار

که دې ورور که دې عزيز وي که دې يار وي
مه ئې ورور مه ئې عزيز ګڼه مه يار

چې پيدا شي ھمګي واړه فنا شي
اے رحمانه دا جھان دے دا ئې کار

Che nazar kram pa qismat au pa naseeb

چې نظر کړم په قسمت او په نصيب 
راته ھيڅ شي خپل تالاش و خپل ترتيب

مګر خود پخپله خدائ د چا طبيب شي
ګڼه نشته په جھان کښې بل طبيب

راڅرګند دے سود و زيان د رقيبانو
که خدائ نه کاندي خپل يار د چا رقيب

چې خپل يار د چا رقيب شي مثال دا دے
لکه څوک چې په وطن کښې شې غريب

چې غريب شي په وطن کښې فرق ئې نه وي
که فرسنګ ئې وي ترميانه که جريب

ما په عشق کښې ھيڅ حاصل نه کړه بې غمه
ھر چې وائي واړه ښه وائي اديب

دشمن ھم د سړي کله کله دوست شي
دوستي نه کا د رحمان سره حبيب

Monday, July 20, 2015

Laka che bya da zana na wom khabr


لکه چې بیا د ځانه، نه وم خبر
لکه چې بیا هغه کوڅه تېره شوه

ما او هغې یو بل لیدلي نه دي
کلونه وشو، زمانه تېره شوه

tola shpa ki tor maran da zulfo nisam


توره شپہ کے تور ماران ده زلفو نیسم

ده قل هو سرا درود شریف رازی.......

یار پسے پہ شپہ کے جاڑه قلندرا......

پہ جاڑه ده سڑی ورک نظر رازی.......

Da taqdeer da faisaly wataly nasham


ﺩ ﺗﻘﺪﯾﺮ ﺩ ﻓﯿﺼﻠﯥ ﻭﺗﻠﯥ ﻧﺸﻢ.

ﻟﮑﻪ ﻣړ ﺩ ﻫﺪﻳﺮﯤ ﻭﺗﻠۍ ﻧﺸﻢ.

ﺩﺍ ﺩﮐﻮﻡ ﻗﺎﺗﻞ ﻧﻈﺎﻡ ﺩۍ ﭘﻪ ﺩﯤ ښﺎﺭ ﮐﯥ.

ﭼﯥ ﺩ ﺧﭙﻠﯥ ﺩﺭﻭﺍﺯﯤ ﻭﺗﻠﯥ نه شم.

Da hijran tori tyarai di khudaya khair


ده هجران تورے تیارے دی خدایا خیر

ٹول غمونا راپسے دی خدایا خیر.

ده اميد ڈیوے مہ مڑے دی خدایا خیر

چرتا لاڑ شما فریاد وکڑاما چاتا

Janana khpal watan ta rasha


جانانه خپل وطن ته راشه

غمازان ستا په جدایئ آختر کوینه


جانانه خپل وطن ته راشه

که خلق ڈیر دی پے آباد دی خپل کورونه

Che zama au sta tar menza fasily di


چــې زما او ستا ترمېنځـه فـاصلې دې

راپـسې دَ ظالمانو قافلې دې

هغـوئ کلـي کښې زمونـږ سُکـون ورک کـړے

چا چې کلــي کښې زمـونـــږ کـړي دمـې دې

che wajni pata pa zra ki meena


چي وژني پټه په زړۀ كې مينه

لكه چي تم شي په تن كې وينه

مينه خو روح دى چي روح يې نه وي

د بوت په رنګه ژوند به كوينه

Pa rahat ki khu har saray da yaar she


په راحت کي خو هر سړي د يار شۍ

يار هغه دي چي په سخته کي په کار شي

ټول خپلوان ترينه تويګي چي مال دار
بيه يي نه پيځني څوک چي کله خوار وۍ
وي

Kha peghlaa


ښه پېغله

هغه پېغله ښه چې ازادي غواړي
ورکه چې غلام يار نه بنګړي غواړي

شرط يې چې د مينې وي جهاد اثار
هغه چې دې ملک کې خپلواکي غواړي

6 Ya So Pori Khandale Ratha Na V


6 Ya So Pori Khandale Ratha Na V

Tar Hagha Ba Jarra Za Pasi Kuma

Lara Yara Spay Ba Sanga Na Pasi Kuma...!!

Raqeb Sta Kosi Tha Ze Zama Pa

ZanSara SanG Pa SanG Rawan ho Me Ka

ZanSara SanG Pa SanG Rawan ho Me Ka Grana Grani Shwa Gula Gran ho Me Ka Sparly Sparly Ba Drta Jwand Krma Za Ta Srf Yo Zale Janan ho Me Ka

Khair Da 6 Taa Okral Taa Dai Kari Ve

Khair Da 6 Taa Okral Taa Dai Kari Ve

Meena Ki Kho Dasey Cherey Kege Na
Sa Waki Warokai Da Pohege Na..!!

Ma Kawa Geeley "Afgara" Ma Kawa

Za yam za yam rung sarwar oor aw shangar za yam

Za yam za yam rung sarwar oor aw shangar za yam,

da janan stargo ki mrawy khumar za yam,

da tabeer zama da mast zra da talash dy,

yaar zama da zra arman dy dildar za yam