Thursday, July 23, 2015

pukhtuna laas ki da charchal na ye ta

پښتونه لاس کښې د چرچل نهٔ ئې تهٔ
په تا د کفر څو فتوې راحٔي

چې انګرېزانو سره مل نهٔ ئې تهٔ
تا له ملا د بتکدې راحٔي

توره په لاس کښې د ايمل نهٔ ئې تهٔ
حٔکه مومن د امريکې راحٔي

نعرې په زوره د بيلتون وھي بيا
د فرنګيانو دا قانون وھي بيا

پښتونه تاکښې توريالي غواړمه
اخلو په توره په منت نهٔ اخلو

دخپل وطن پورته سيالي غواړمه
د شرمخانو شريعت نهٔ اخلو

تقسيم صفا د شېخ ملي غواړمه
مغله تاسره جنت نهٔ اخلو

پښتون دې حٔکه اندرون وھي بيا
خاص په صراط به دې زنګون وھي بيا

0 comments:

Post a Comment