Thursday, July 23, 2015

Wajni me khpal ror

وژنی مې خپل ورور
وژنی مې خپل ورور په ګولو دا د چا لمسون دی ؟ 
بې ګناه مې جوړ په کاله وار په شب خون دی

نوم د آزادۍ چې واخلم بيايې مې زندان لره
مال او ملک ضبطيږی رانه دا په کوم قانون دی ؟

زه ددې دنيا عدل وانصاف ته حيرانيږمه
ورک به سپين ميدان ولې رواحق د پښتون دی ؟

کله مسلمان پر مسلمان بندې تعدا کوی
نن چې داسې کيږې خو د بل په پيوستون دی

خدای د پاره وروڼو تمام قوم سره تړون وکړئ
يويو تالا کيږو دا سبب مو د بيلتون دی

لاړ شه ملنګ جانه پښتونخوا په غرو کښې واژاړه
کار دلس وشل نه دی دا کار دشل مليون دی

0 comments:

Post a Comment