Thursday, July 23, 2015

Che nazar kram pa qismat au pa naseeb

چې نظر کړم په قسمت او په نصيب 
راته ھيڅ شي خپل تالاش و خپل ترتيب

مګر خود پخپله خدائ د چا طبيب شي
ګڼه نشته په جھان کښې بل طبيب

راڅرګند دے سود و زيان د رقيبانو
که خدائ نه کاندي خپل يار د چا رقيب

چې خپل يار د چا رقيب شي مثال دا دے
لکه څوک چې په وطن کښې شې غريب

چې غريب شي په وطن کښې فرق ئې نه وي
که فرسنګ ئې وي ترميانه که جريب

ما په عشق کښې ھيڅ حاصل نه کړه بې غمه
ھر چې وائي واړه ښه وائي اديب

دشمن ھم د سړي کله کله دوست شي
دوستي نه کا د رحمان سره حبيب

0 comments:

Post a Comment