Thursday, July 23, 2015

Che di zra puri taraly astawar

چې دې زړه پورې تړلے استوار
دا جھان دې د نيکه دے که د پلار

تهٔ خپل پلار و نيکه وګوره چې څه شول
ھسې ستا دے ھم په دوئ پسې رفتار

تل وړمبے د ورستي پل دے پرې تيريږي
کړے نه دے چا په پل باندې قرار

ھسې نه چې زه يوازې تاته وايم
راغله لاړه ستا په طور صد ھزار

دعوې مه کړه په ناحق به ئې خپل نه کړې
پردے ښھر پردے ملک پردے ديار

چې استوګنه په پردي وطن کښې کاندي
ھغه نه لري د ھيڅ واک و اختيار

که ھزار قسمه وخوري په يو کار کښې
نه کا څوک په مسافرو اعتبار

چې سبا شګفته کيږي ماښام رژي
څه اميد دے په ګلونو د ګلذار

که دې ورور که دې عزيز وي که دې يار وي
مه ئې ورور مه ئې عزيز ګڼه مه يار

چې پيدا شي ھمګي واړه فنا شي
اے رحمانه دا جھان دے دا ئې کار

0 comments:

Post a Comment