زما د خوږ زړه د پرهر نه به دې کرکه وشي
یاره د خپل حسن د شر نه به دې کرکه وشي
ازغی د ګل په سېنه مات، ګل د ازغي په سېنه
سپرلي ته وایه، د ډنډر نه به دې کرکه وشي
د سرمایې مینې څه داسې کړل پۍ مخي پمن
د خپل دلدار، د خپل دلبر نه به دې کرکه وشي
لکه بتان هسې ړانده کاڼه دي، غږ نه کوي
د سترګورو د نظر نه به دې کرکه وشي
هره حجره، هر یو جومات د دلالانو نه ډک
د پښتنو د لر او بر نه به دې کرکه وشي
د پښتنو د ننګ شملې کړې قاتلانو په سر
د تور پټکي او سپین څادر نه به دې کرکه وشي
چېرته په خپل ګرېوان کې وګوره چې څه دي په کې
سیاله د خپل زړه او ځیګر نه به دې کرکه وشي
0 comments:
Post a Comment