ستا د حسن په دوتر
اجاره ورکووم سر
د جمات فانوس د سرو
مونځ ګزار ئې ټول نهر
یم دیره په داسې کور
چې دیوال لري نه ور
اولس شنه ګټه ولاړ
دم چف کړې جادوګر
کړه ملیانو هدیره
د رنګونو پیښور
زړه مې واخله زړه دې را
شو به دواړه سره سر
ته خفه ئې د امجد
دې له ځانه مرور
0 comments:
Post a Comment