Saturday, July 13, 2013

panri ba khud rajee gulab di akhir tal ba na we




پاڼي به خود ریژی ګلاب دی اخر تل به نه وي
حْسن د ورځو په حساب دی اخر تل به نه وي

څه حادثي مو پکښي ولیدي خو بیا هم سهي
ځوانی د لنډي دمي خواب دی اخر تل به نه وي

برګي مرغۍ به بیا د کاڼو لاندي ځالي وکي
شر! د باران ابو سیلاب دی اخر تل به نه وي

نوي نغمه مې که یو نرم غوندي ساز مې که نن
د اکبر غیږه کي رباب دی اخر تل به نه وي

0 comments:

Post a Comment