Friday, July 19, 2013

Pukhtuna che parakha di wakhtuna mekhana kra



پښتــــونــه چې پراخــه دې وختونـــو مېخانــــه کــــړه 
ښه ځوانه، له ميخـوار نه دې اوس لويه پيمانـــه کـــړه 

کامل کـــړه فــرديت له هغــه پس اجتمــاعـــي شــــه 
د کلــي لــه استوګنـــې نه پخــوا جــوړه خانـــه کـــړه 

دا نــورې استــانــې بـه د رښتيـاوو استــانــې شـــي 
وړومبے که خپلـه خاوره د وطـــن دې استــانــــه کـــړه 

دا نوے ژونـد دې ښه دے، خو شعـــور دې پخوانے وي 
پښتــــونــه راستنـــه دې هغــه تېــــره زمــانـــه کـــړه 

په خــوۍ اور اورکے شـــه په ځلا خــو بــې لـه تــــاوه 
په وخت د قــربــانـــۍ لـه ځانــه جــوړه پـروانـــه کـــړه 

دا سترګـــې به تر ســو د تنـدرونـــو درته ســــرې وي 
په بڼ کښې د پرېوونــو ورشه جــوړه اشيــانـــه کـــړه 

زبېـرګــــو ته تسلسل د يـــو مـقـصــــد د پـــاره ورکـــړه 
پيـــــدا لــــه دې ژړا نـــه مــــلاتړلــــې تــرانــــه کـــړه 

پيدا به د ژونــدون په پرېشانــــو کښې جميعت شـي 
دا ګډې وډې زلفـــې د پښتـــــو خو دې شانـــه کـــړه 

حمزه د زړه په تل کښې دا بې صبره غوندې اوښــکه 
روزه يـــې، د ملـــت په غـــم ترې جوړه دردانـــه کـــړه

0 comments:

Post a Comment