Tuesday, July 09, 2013

Jang

،،جنګ،،

د توت زړه ونه کښې
مرغئ دوه تورې برګې
په جنګ يو بلې سره
پنجو مښوکو باندې
دواړو په يو بل ښه
ډير ګزارونه وکړل
چې سره ونښتلې
ښکته روانې شولې،
ځمکې ته لنډې وې
چې بيا اوچتې شولې
په ښاخ چې کيښناستلې
يو بل ته اوګوريدې،
بيا سره ورانې شولې
څو تماشبينو مرغو
پرې اوازونه وکړل
يوه پيشو راغله
د توت تنې پورې
غلې شان کيښناستله
ددې مرغو په لوري
په طمع،طمع ګوري
دغې مرغو پورې
داسې حيران لاړم
چې نه خو مال لرئ
نه څه سامان لرئ
نه مو خمبې شته دې
نه خو ګودام لرئ
نه خير و شر ټسوئ
نه زر او زور لرئ
ما وې اجل نيولو
دا ستاسو جنګ په څه دې.

0 comments:

Post a Comment