اديره په کښې د زړونو وداني ده
ستا د حسن څه عجبه سلطاني ده
هر بې لاسه تصور ورته پسخيږي
شيش محل دې او که ستا رڼا ځواني ده
غم مو سترګو کښې وچيږي نه په زړه کښې
دا د ميني سرمايه مو اماني ده
شونډې وچې نظر تږې فکر سوې
دغه ستا د محفل شپه وه حيراني ده
زوړ ستم دې نوې نوې را ټوکيږي
د فاني ژوندون قيصه ده لافاني ده
سترګې خپله خونړئ احساس جلات دې
ستا په دور کښې د وينې ارزاني ده
بې له اوښکو مو روزي په جهان نشته
د زړه مزکه مو اعظمه باراني ده،
0 comments:
Post a Comment