Thursday, July 25, 2013

Diwar e cheen



( عبدالرحیم مجذوب صیب )


دیوار چین ؟


تهء او زهء به خدائ خبر دې چې بیا وینو که نه وینو
چیرته ننه په زمین کښې
په اندرا د تاترین کښې
که د ستورو په وطن کښې
پهء سجین کهء په علین کښې؟
پس د ننه اخر څهء ذمه واری شته؟
بې وفا جهان کښې چیرته باوری شته؟
دا دنیا ده جنت نهء دې !
اعتبارمې په ځان نه شی
زه په مینځ لاره ولاړ یم
په تشکیک او په یقین کښی
زه په دې خبره ګرم یم
چې په ځان باندې مې واک شته
ته په دا قیصه معصومه
چې نه لار وینې نه لورې
د خدائ په لوی خلا کښی
د زردارو په زمین کښې
چیرته لاره د وتو شته؟
چیرته پر د الوتو شته؟
د پنجرې لارې دی بندې
صیاد ناست دې په کمین کښې
زه پنچی، وزر مې نشته
ته خوندی دیوار چین کښې
بیا به کله سره وینو؟
بیا به مومو که نه مومو؟

0 comments:

Post a Comment