Tuesday, July 09, 2013

Mena khaist hum ghwari kho naaz au ada hum ghwari

مينه ښائست هم غواړي خو ناز و ادا هم غواړي،
زړه چې ميئنيږي هغه هم غواړي دا هم غواړي،

حسن تش د غوښو د رنګين تصوير معنه نه ده
لږ څه په معصومو اننګو کښې مسکا هم غواړي،

ولې دې زما په مرګ د بل سره منلي دي
ستا د جفا لوبه خو تا هم غواړي ما هم غواړي،

ما به درنه ستا کوڅو کښې مات کړي دا رقيب منم
دې خو که هم دغه شان عادت شو نو تا هم غواړي،

اے مجنونه خاورې مه شه ستا د ليونتوب نشه
دا صحرا په دې لاره کښې ښکلې ليلا هم غواړي،

اے پښتنو هير نکړئ دا ستاسو ملنګې خټک
وخت به درنه داسې ليونې ګورې بيا هم غواړي

0 comments:

Post a Comment