Friday, July 26, 2013

Da muhabbat karwan ta gori jari



د مـــحبت کاروان ته ګورى ژاړى
هغه چې خپل ارمان ته ګورى ژاړى

هـــــر يو ملا په حلوه مړ هم نه وى
بعضې چې خپل ايمان ته ګورى ژاړى

چــــــا ورته ويلې دى بدرنګه شولې
په آيينه کـــــې ځان ته ګورى ژاړى

ورته به څـه وايى څه وس نه لرى
غريب سړۍ دې خان ته ګورى ژاړى

اوس يې په زړه باندې ډير ډير وريږم
کله چې خپل پــيزوان ته ګورى ژاړى

د ازمــــــــــــــــــرو ژبه پښتو ياديږى
ګيدړ چه خـــپل ژبان ته ګورى ژاړى

ده غـــــــــــــريبۍ پته باران کې لږى
انسان ســـوري دالان ته ګوري ژاړى

اسمله ګــــــــــــوره بيوسۍ ته مۍ لږ
زړه مې چې کوم انسان ته ګورى ژاړى

0 comments:

Post a Comment