Friday, July 12, 2013

so separy di makh ta ghdama ta bawar pri wakra


څوسیپارې دې مخ ته ږدمه ته باورپرې وکړه
ساه دې له ساه سره ګڼډمه ته باورپرې وکړه

وخت که هرڅودجدایي لارې اوږدې کړي راته
زه یې په تدبیررالنډومه ته باورپرې وکړه

دښایستونوناوې بل طرف ته لاړه نه شې
زه درنه ځان قربانومه ته باورپرې وکړه
قاتل غرورته به زړګې جرګه کې درولمه
دپښتودودبه ماتومه ته باورپرې وکړه

هرشپه ستانازک یادوته ترسهاره پورې
په زغرده اوښکې تویومه ته باورپرې وکړه
خلکه جانان په خپله وایي که راغاړې وته
لودین به دارته خیزومه ته باورپرې وکړه

0 comments:

Post a Comment