سپینه کونتره مې د ډزه د مشین اوساته
د رباب ټنګ به امن راولي یقین اوساته
خیردې که سر دې وي ببر او جامې هم ریمنې
څومره چې کیږي درنه فکر دې مهین اوساته
خلک د خپل مندر، ګرجې، ګوردوارې مه جارباسه
ته د جمات مناره ټینګه کړه خپل دین اوساته
چې د بارودو د تاو څه اثر خو کم کړي کنه
فطرته غرونه زمونږ دغسې واورین اوساته
زه په دې لوبه کښې خاموش کښیناستل جرم ګڼړم
ته پکښې خیر دې ځان د لرې تماشبین اوساته
هغه ته هیڅ نه وایي څوک چې زما نوم نه زغمي
او ما ته وایي چې هیڅ مه وایه نیت سپین اوساته
0 comments:
Post a Comment