شونډو کې ګیلې ځان ســـره مه راوړه
ډکــی پیمانې ځـــان ســـره مه را وړه
نه غــواړمه نور خونـــــدونه نه غــــواړم
بیا نــوی کیسې ځـــان ســره مه راوړه
نــه ومــــه خبر چــې بی وفـا وي تـــه
ها تیــري شیبې ځان ســره مــه راوړه
دا ځل مـې توبه ده نــور دي نــه غواړم
تیـــــري خاطـــرې ځان سـره مه راوړه
پریږده چې ژوندون همداسې تیر کړمه
بخته سـری لمبې ځان سره مــه راوړه
0 comments:
Post a Comment