Monday, October 07, 2013

Pady masroofa wakht ki hum da mashghula larama

په دې مصروفه وخت کې هم دا مشغله لرمه
چې له هر ښــکلي سره کلـــــکه رابطه لرمه

دنيا په دې کې هم له ما سره په جنګ اخته ده
زه چې له ورځې نه محروم يم تشه شپه لرمه

زه سترګې پتې کړم او فرض کړمه چې هر څه سم دي
ګنې نه هر څه سم دي، نه خوا کې هغه لرمه

د وخت لاسونه خو به ځکه وچتيږي په ما
زه چې انسان يم د انسان غوندې څهره لرمه

تاوجن حالات يې رانه بيا بيا هيروي صابره
دامې هم هيره شي چې زه هم محبوبه لرمه

0 comments:

Post a Comment