هغه پېغله چې راپورته لــــه سجدې شوه
د الله،الله پـــــــــــــه شور کې رانیږدې شوه
تورې زلفې یې په سپین څـادر کې ټولې
پـــه نازکو پښو راتـاوه لـــــــــه کعبې شوه
...
سپینه خـــوله یې ښوریده پـــه پاکو تورو
ور دننه د جـــانان پـــــــــــــــــــه عقیدې شوه
چې پښتون لالی پــه څنګ ورسره نه ځي
...پښه نیولي د جنت لــــــــــــــه دروازې شوه
رنګ یې حورې غوندې واوښته له عشقه
نن ورړنګه پـــــــــــــــه دوهمې سپارې شوه
0 comments:
Post a Comment