Monday, October 14, 2013

Ka rasedam na rasedama tlama

که رسیدم نه رسیدمه تلمه
په هر منزل به ودریدمه تلمه

نن یی کاته پیژندګلوی غوندی و
په ټوله لاره موسیدمه تلمه
...
پښتنی هوډ د محبت شو پکار
که غورځیدمه، پاڅیدمه تلمه

څه خو دی وی خو بیا دی هیڅ ونه وی
زه په مطلب ورسیدمه تلمه

ستا اننګو ته رسیدل که وو ګران
خو لکه اوښکه بهیدمه تلمه

د سبا سترګه شومه ستا په دیدن
فنا کیدم خو خندیدمه تلمه

د مینی تنده می کاذبه نه وه
له سرابونو تیریدمه تلمه

نن می د چا سترګی لیدلی حمزه
په ټوله لاره زنګیدمه تلمه

0 comments:

Post a Comment