مخې د ستم ته اودريدو سره بلد شومه،
اوس د انتظار د شوګيرو سره بلد شومه،
ته راته واعظه دا د کوم قيامت قيصې کوې
زه د قيامتونو د ليدو سره بلد شومه،
ستړي مزلونو د مزل په هنر پويه کړم
زړه مې داسې خوږ شو، خوږيدو سره بلد شومه،
کله شو خزان کله سپرلې شو زړه پرې نه خورمه
داسې د وختونو د راتلو سره بلد شومه،
هره حادثه راته اشنا غوندې ښکاره شي اوس
زه ددې ژوندون د حادثو سره بلد شومه،
خپلو مې اشنا سترګې طيبه نااشنا کړلې
برخې ته خو ګوره دپردو سره بلد شومه،
0 comments:
Post a Comment