ژوندون وي پرې ژوندې چې اميدونه دې ژوندي وي.
زړګې وي پرې اباد چې ارمانونه دې ژوندي وي.
ستم ته د وختونو چې په برندو سترګو ګوري،
مدام دا ليوني غوندې خيالونه دې ژوندي وي.
هم هغه لارې مومي چې په ورکه پسې ګرځي،
لټون به دې په ځائي شي چې فکرونه دې ژوندي وي.
که هر څه ئي انجام وي خو زړګې مې پرې ساه اخلي،
جانانه ستا د مينې دا لوظونه دې ژوندي وي.
په خپله به اثر د مئينانو په زړه اوکړي،
غزل به دې ژوندې شې چې لفظونه دې ژوندي وي.
د جبر دې ماحول ته چې رڼا د اميد راوړي،
طيبه ستا خواږه، خواږه شعرونه دې ژوندي وي.

0 comments:
Post a Comment