چـــې نــــظــــر دې پـــه ټیکه د تـور وربــــل کــــړم
د جهان بادشــاه د ځـــان مـــخـــې تــــه بـــل کـــړم
لا دمـــا طــــــالــــع بـــهـــــتـــرې تــر هــــر چــــا دي
چـې دا هـسـې کښـلیو سترګـو تـــه کـــتـل کـــړم
د سرو شـــونـــډو پــه شــرابـــو چــې بېـخود شم
له مســتـــیـــه رقـــیـــبــانـــو تــه کــــنــــځــل کـــړم
اجابــت بــــه يــــې لا کـــلـــه تــاثــــیــــر کـــانــــدي
چـــې دعـــا دې د وصـــال پــه مــــهـــر تـــل کــــړم
د ښــــه مـــخ میــــنـــه مــې نـــه درومـــي لـــه دلـــه
کــــه تــــل غــــوږ د ناصـحـــانــو پـــه ویـــل کـــړم
چــــــا پـــــــــه زور رالـــــــره غـــــــم نـــه دی راوړی
وخپل زړه ته يې په خــپــلـــه راوســــتــــل کـــــړم
ازلــــــي مـــــــې د غــــــم بــــــــــخــــــــــره ده راوړې
غم که نورو لـره درومـي زه يــــې خــــپــــل کــــړم
يو نـېـکـــبـــخت ساعت به وي چې راته غوږ کا
چـــې پـــه وريـــې پــه فــریـــاد ، فـریـاد ژړل کړم
چــــې لا شــخــر د ډهــیــــلـــي شـــــتــــه دې خــوشــاله
څـه فــايــده کــه وران پـــه آه ســـره کــابـــل کـــړم

0 comments:
Post a Comment