Sunday, December 30, 2012

ma intezar ki tola shpa okhwara

ما انتظار کې ټوله شپه اوخوړه
تا لیوني خپله وعده اوخوړه . .

ما ویل چه ډیر څه به اشنا ته وایم
ستا یو کتو رانه قیصه اوخوړه . . .

د یار سرو شونډو وارخطا غوندې کړم
لکه پتنګ مې سره لمبه اوخوړه . .

لکه ماشوم په چغو سر یم ژاړم
نن مې په مینه کې دوکه اوخوړه

قراره بس که راپخلا شه کنه . .
د هجر شپو مې حوصله اوخوړه

0 comments:

Post a Comment