Saturday, December 29, 2012

yadawal me herawal me jorawal me wranawal me

یادول مې ، هیرول مې ، جوړول مې ، ورانول مې
لږ رایاد کړه بیګارونه ، عشقه ! تا ته چې کول مې

ته را مه شې کم نصیبې ، دې بې وسې زندګۍ ته
په دې ژمي کې دا واورې ، دا زخمي د زړه کابل مې

اندیښنه وه ، چا ویل کار مې ، چا وېل کور ، جومات ، شراب مې
ما ویل صبر شه قیامته ! لا نیمګړی دی غزل مې

چې زه هم د دوی په خوا یم ، چې زه هم روایت پالم
چې باور د خلکو خپل کړم ، په ځان کاڼي ورول مې

څهرې نه ترې سازیدلې، ښیښې نه ترې ماتیدلې
تصویرونه د دردونو ، په کوڅو کې خرڅول مې

نه شیطان و نه زمان و ، نه ډک جام و نه مې قام و
بس زه خپله وم کول مې ، که کرهل مې که رېبل مې

د دربار یاران مې هسې ، یاغي نه بولي جلاله !
ځنځیرونه د فکرونو ، ښاریه کې شرنګول مې

0 comments:

Post a Comment