Friday, December 14, 2012

za che da wisal khkaly baab da ishq kitab ki ghwaram

ﺯﻩ چې ﺩ ﻭﺻﻞ ښکلې ﺑﺎﺏ ﺩ ﻋﺸﻖ ﮐﺘﺎﺏ ﮐښې ﻏﻮﺍړم
ﺑﺲ ﻟﮑﻪ ﺗږی ﻣﺴﺎﻓﺮ ﭼینې ﺳﺮﺍﺏ ﮐښې ﻏﻮﺍړم

ﺳﺘﺎ ﭘﺮ ﻟﻤﻦ مې ﺭﺏ ﺗﻪ ډیرې ﺳﺠﺪې ﮐړي ﺩﻱ
ځکه ﺩې ﺧﺎﻭﺭﯼ ښکلؤﻡ ﺗﺎ ﭘﻪ ﺛﻮﺍﺏ ﮐښې غواړم

وږمی د عشق ئې د سپیدو نسیم راوړي راته
اوس ئې انځور د تبسم په هر ګلاب کښې غواړم

چې ﻣﺴﺘﺎﻧﻪ ﺩ ﺍللهﻫﻮ ﭘﻪ ﺷﻮﺭ ﮐښې ﻭزانږیدم
ﺳﺘﺎ ﺩ ﺗﻮﺣﯿﺪ ﺩ ﺗﺮﻧﻢ ﺗﺎﺭ ﭘﻪ ﺭﺑﺎﺏ ﮐښې ﻏﻮﺍړم

ﺍی د ﻧﺎﯾټ ﮐﻠﺐ ﺩ ﻓﺤﺎشۍ ﺍﻭ ﻋﺮﯾﺎنۍ ﺩﺍﻋﯿﺎﻧﻮ !
ﺯﻩ ﻣﻲ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﭘﻴﻐﻠﻮټي ﭘﻪ ﺣﺠﺎﺏ ﮐښې ﻏﻮﺍړم

ﺧﺪﺍﯾﻪ چۍ ﺳﺘﺎ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺗﻮﺭﻭ ﻏﺮﻭ ﮐښې ﺷپې ﺗﯿﺮﻭﻱ
ﻫﺎ ﻣﺴﺎﻓﺮ ﻃﺎﻟﺐ ﺩ ﮐﻠﻲ ﭘﻪ ﻣﺤﺮﺍﺏ ﮐښې ﻏﻮﺍړم

چې له ﺗﻮﺭﺗﻢ د ﻏﻼ‌میو ځل وﺑﻞ ﺭﺍوځي
ﺩﺧﭙﻠﻮﺍکۍ ﺑﺪﺭﻩ ! ﺗﺎ ﺑﯿﺎ ﭘﻪ ﺍﺏ ﻭ ﺗﺎﺏ ﮐښې ﻏﻮﺍړم

که دې زما غزلې تنده د ادب ماته کړه"
نو (حلیمیاره!) بیا غزل درنه جواب کښې غواړم

0 comments:

Post a Comment