Sunday, December 30, 2012

za che tahajud kawom janana ta yaseen waya

زه به تهجد کوم جانانه ته ياسين ووايه
ماچې لاس پورته کړو ښېروته ته امين ووايه
دلته اوښان خلک په بډه وړي له باره سره
ياره راپاڅه تور ته تور اوسپين ته سپين ووايه
دا دوه مخي مسلماني په هيڅ کتاب کې نشته
ياسم کافر شه او يا راشه دين ته دين ووايه
ناصحه ستاپه باب مې هم څېړنه بشپړه شوه
هغو تسپـو ته نور دهغې لونګین ووايه
يا دې پيکي ته داغیارو لاس رسى منع کړه
ياد(تالاش) مظلوم زړګي ته فلسطين ووايه

0 comments:

Post a Comment