Tuesday, August 06, 2013

Ta wai zrra ki me khabari



تاوې زړه کې مې خبرې

ما وې څه دي راته وايه

په خندا دې وې چې هسې

ما وې هسې دې قربان شم

په دې هسې کې دې څه دي

څه خواږه دي که تراخه دي

دا ګلونه که اوبه دي

وايه څه دې چې په زړه دي

***
تا وې نه نه هېڅ هم نشته

نه خواږه شته نه تراخه شته

نه ګلونه نه اوبه شته

خو بس هسې يو څه شته دي

نه پوهېږم چې دا څه دي

په دې زړه کې مې پراته دي

څه دردونه دي خواږه دي

کله لږ شي کله ډېرشي

لاس تر غاړې مې چاپېر شي

راياديږي راياديږي

نه هيريږي نه به هېر شي

***
ما وې يا شومې بخيلې

ننواتې درلېږمه

خپلې ماتې ګوډې هيلې

دا خواږه خواږه يادونه

پاڅه ټول راسره نيم کړه

نيم به ستا نيم به زما شي

دا په تول راسره نيم کړه

تاوې نه کيږي شاعره

ما وې ولې ولې ولې؟

تا وې هسې هسې هسې

ما وې هسې دې قربان شم

0 comments:

Post a Comment