Friday, August 23, 2013

Che da sta pa gham ki maat sha nu da kar sha



چې دا ستا په غم کښې مات شه نو د کار شه
مات زړګې مې ستا په مينه کښې په لار شه

زړه ځما په وس کښې نه وو په هوا وو
د مارغه غوندې په دام کښې ګرفتار شه

هغه زړه ته جام د جم شو مات ټيکرې
چې سيراب دا ستا د مينې په خمار شه

زړه په ضد لکه ماشوم وو غريو نيولې
ستا يادونو غيږ کښې اونيوه قلار شه

په هرښکلې کښې دا ستا د جمال رنګ وو
زړه مې ځکه د هر يو ښکلي نه زار شه

0 comments:

Post a Comment