Friday, August 23, 2013

Khanda gulab di ka gulab khanda



خندا ګلاب دې که ګلاب خندا
د ښکلو سوال خندا جواب خندا

د آدم خان سندرې وژنی سړې
درخو خوره کړه په رباب خندا

ځار ئې د شونډو د شرین اقراره
څاڅی ترې نن شراب شراب خندا

زما نه ما یوسی د ځانه سره
ستا په بړق بړق لکه سیلاب خندا

که حادثه هم وی حاصل وی د ژوند
د محبت د انقلاب خندا

لګی په زړه لکه غزل د سائل
ستا د جانان مخ د کتاب خندا

0 comments:

Post a Comment