شېررحمان بېتاب
څه ضرورت وو چې د ژوند کډه مې بيا راوړه
د مرګ ځنګل نه چې د ژوند ښار ته پنا راوړه
د طبيعت دغه رنګين وجود دی څومره ښکلی
په لپو لپو مې غزل ته ترې ښکلا راوړه
غربت او وخت که راته لارو کې ازغي وپاشل
شکر دی خدايه چې تر مرګه مې انا راوړه
د مرګي ښار کې په هر چا که بدرنګي خوره وه
ما سليقه د ژوندانه ښه په خندا راوړه
د ژوندانه کلي خاموش شو د مرګي له يرې
ګنې فطرت خو ورله هر رنګه ادا راوړه
راته احساس په بدرګه وې د شعور په ساحل
د خپلو اوښکو په هجوم کې مو رڼا راوړه
0 comments:
Post a Comment