Monday, August 19, 2013

De wakht mung na sumra zaleeman jor kari di



دی وخت مونګ نه سومره ظالمان جوړکړی دی
هجرت له مسلمانو ، مسلمان جوړ کړی دی . .

بی دریغه بمباری دی په کورونو زمونګ کیګی
سرکار ده قبائلو نه هندوان جوړکړی دی

په مونګ دا استعمال نکړی زمونګه یره وشوه
چی کوم ایټمی بمونه پاکستان جوړکړی دی

خه پوخ ظلم شروع دی خو مونګ هیس وائلی نه شو
دی خپلی بزدلی رانه بوتان جوړکړی دی

صیح طالب منمه خو پهچان یی بلا ګران دی
سرکـشـو هم زان نه طالبـان جوړکـړی دی

ضعـیـف ایـمـان لرونکـیـا ای "پنـجابـیــا" 
تاسو خو هم زان نه ملاګان جوړکړی دی

0 comments:

Post a Comment