Sunday, August 11, 2013

Aghyar ka rata jorr kri pa koruno ki dewal

اغیارکه راته جوړ کړي په کورونو کې دېوال
بورا ته څه مزل دی په ګلونو کې دېوال

چې کور درنه خطا نه شي زما د لیونۍ
پناه یې دی د بېرې په ښاخونو کې دېوال

زمونږه غریبانو خو دېوال نشته د کور
د خلکوپه ذهنونو او په زړونو کې دېوال

په تورو، تورو زلفو کې دې نېغه سپینه لار
ښکاریږي لکه تورو، تورو غرونو کې دېوال

نفرت په یوه کاله کې دېوالونه کړي راجوړ
الفت د مینځه لر کړي په ملکونو کې دېوال

وطن د پښتنو دی سترګې کله ټيټوم
پېغور دی د پښتو په دېوالونو کې دېوال

ساده رقیب ته ګوره نیسي لار د اباسین
ټینګیږي نه کم عقله په موجونو کې دېوال

اباسین یوسفزی

0 comments:

Post a Comment