Thursday, February 28, 2013

zra me darad kawi la zra warpasi jaram

زړه مې درد کـــــوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم

ما د يــــار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه
نه يې نــــوم اخلم او نـــــه ورپسې ژاړم

بېلتانــــهٔ يم داسې حـــــال ته رسـولی
يــــــار د بل درومـــي او زه ورپسې ژاړم

چـې ترڅو مــــې وي دا ژبــــه يادوم يې
چـې ترڅـــو لـــرم لېمـــــه ورپسې ژاړم

مـخ او زلفــې يې په ياد راځي دروېشه
پـه رڼــــــا او پــــــه تيــــاره ورپسې ژاړم

دروېش دوراني صاحب

0 comments:

Post a Comment