خلک د مینې نه خوندونه زه دردونه اخلم
سوزم به ولې نه په بیعه چه اورونه اخلم
مرګیه صبر شه مینت کووم تلوار ونه کړې
لامې ځواني ده د ځوانۍ ځینې خوندونه اخلم
زه د جانان جانان زما وو څه وختونه تیر شو
اوس د ریبار د خولې رټلي جوابونه اخلم
سپرلیه یو نظر زمونږه چم ته هم ښکاره شه
تار تار اوربل ته د جانان ستانه ګلونه اخلم
قراره دا چه د سرو وینو په بازار کې ګرځم
ځانته په زنه او تندي باندې خالونه اخلم
سوزم به ولې نه په بیعه چه اورونه اخلم
مرګیه صبر شه مینت کووم تلوار ونه کړې
لامې ځواني ده د ځوانۍ ځینې خوندونه اخلم
زه د جانان جانان زما وو څه وختونه تیر شو
اوس د ریبار د خولې رټلي جوابونه اخلم
سپرلیه یو نظر زمونږه چم ته هم ښکاره شه
تار تار اوربل ته د جانان ستانه ګلونه اخلم
قراره دا چه د سرو وینو په بازار کې ګرځم
ځانته په زنه او تندي باندې خالونه اخلم





0 comments:
Post a Comment