سترګي زما په شوګیرو ستړي شوي
په انتظار ستا د راتلو ستړي شوي
وائي هرچاته د زړګي خالونه
لکه باران په وریدو ستړي شوي
یوځل تکلیف اوکه یوڅو قدمه
مه راځه بیا که په راتلو ستړي شوي
زه که شوم ستړي په لټون درپسي
ته هم آشنا په پټیدو ستړي شوي
څه دي په مینه کښ موندل زړګیه
په خندو په ژړیدو ستړي شوي
بي وفا هیر کړه نوريئ مه یادوه
زړګیه خوارشي په سلګو ستړي شوي
ځان نه رسوا کړلو نامراده عشق کي
نادان زړګیه په ګیلو ستړي شوي
دا چه نه مري او نه رغیږي ارمان
ښکاریږي بیا په آسویلوستړي شوي
0 comments:
Post a Comment