Wednesday, February 27, 2013

ka rasedam na rasedama tlama

کـه رســيدم نــه رســـيدمــه تلمــــه
پـه هــر منزل بـه ودرېدمـــه تلمــــه

نن يې کاتــه پيژندګلوي غوندې وو
پــه ټولــه لاره موسيدمـــه تلمـــــه

پښتنـــې هــوډ د محبت شــو پــکار
که غورځيدمــه پاڅيدمـــه تلمـــــه

زلفــو رڼـــا کښې تيارې هم لرلـــې
په تګ خو تلم خو ټپريدمــه تلمـــــه

څه خو دې وې،خو بيا دې هيڅ ونه وې
زه پـــه مـطلــب ورسـيـدمــــه تلمـــــه

لکه تصــويــر مې حيرانـــي لا نــه ړه
د فنــــا لـــور تـــه تتيـــدمــــه تلمـــــه

ستــــا اننګو ته رسيدل که وو ګـــران
خو لکــه اوښکـــه بهيــدمــــه تلمـــــه

ستـــــا د بـلنــــې کيفــيت، تـــوبـــــه!
خو شحــاليدمـــه، بوږنيدمــــه تلمـــــه

مينې عــطا راته صفت کــړو د وخت
کــه تيريــدم، نـــه تيـريــدمـــه تلمـــــه

د سبـــا سترګــه شومـه ستـا په ديدن
فنـــا کيــدم خـو خنــديــدمــــه تلمـــــه

د مـينـــې تـنـــده مــــې کاذبـــه نــه ده
لـــه ســـرابــونـــو تيريـــدمـــه تلمـــــه

د ژونـــد لـــه جــبره درتــه څــه ووايـــم
کــه خنــديــدم کــه ژړيـــدمــــه تلمـــــه

نـن مــې د چــا سترګــې ليدلي حمــزه
پــه ټـــولـــه لاره زنـګيـــدمــــه تلمـــــه

0 comments:

Post a Comment